شاته غزل

مینې چې سکون په اسوېلو کړلو موقوف

مینې چې سکون په اسوېلو کړلو موقوف

حسن خپل نمود په پټېدو کړلو موقوف

ته چې شوې موسکۍ ورته برېښنا پکې پیدا شوه

اوښکو مې تکل د پرېوتو کړلو موقوف

څه شي سپک فطرتي که پېښې د لېونو کا

خس ګویا رفعت په بړبوکو کړلو موقوف

ځکه خو اوس هره لحظه مرګ د تغیر دی

ژوند يې چې د زړه په درزېدو کړلو موقوف

ګرانه ده چې تاربه شې پیدا په محبت کې

تا چې اې حمزه په ژړېدو کړلو موقوف

د امیر حمزہ شینواری نور شعرونه