شاته غزل

خير که زه اوس څومره يم ارزان په تا

خير که زه اوس څومره يم ارزان په تا

پسته به هم دومره شمه ګران په تا

ماخله د وفا امتحان مه اخله

دا به زما هم شي امتحان په تا

پرېږده بوږنېدلي اسوېلي زما

ګواښ به دې نور جوړ کاندي طوفان په تا

کړې به اسوېلي په بې خيالۍ کې بيا

زباد به مې سلګۍ وي د ارمان په تا

ژوند دې مدامي په برخه هله شو

مړه چې شو حمزه غوندي ځوانان په تا

د امیر حمزہ شینواری نور شعرونه