شاته
غزل
عشقه چې شو خپل درنه صفات غلط
عشقه چې شو
خپل درنه صفات غلط
ځکه دې ښاېست شولو په ذات غلط
هر څه دې
منمه خو وجدانه ته
تل يې د ښايست
په التفات غلط
څو چې مینه
رنګ د حسن وانخلي
هومره د دې
دواړو ملاقات غلط
حسنه څه خبر
وم چې طالب ته يې
خدایږو شومه
ستا په عنایات غلط
شېخه له صهبا
سره چې سم نه يې
غږ دې شولو
خور د کرامات غلط
غم به شي غلط
په نندارو صحیح
ځنګه به منزل
شې د اوقات غلط
مخ چي صراحي
ته زه حمزه کړمه
راشي په دې
کار مې، شې برسات غلط