شاته غزل

دلربا چې په شانه سنبل پرېشان که

دلربا چې په شانه سنبل پرېشان که
 په هر تار يې هزار زړونه بنديوان که

ما فقير ته به مخ کله برهنه که
 چې آرزو يې و ليدو ته بادشاهان که

له حجابه مخ ښکاره که لکه مهر
 چې په ما باندې رڼا شپه د هجران که

زړه دې هيڅ زما په اوښو نرم نه شي
 د باران اوبه ګار کله په سندان که

کامګار هسې ستا هجران سينه کباب که
 چې افغان يې له افغانه درست افغان که

د کامګار خټک نور شعرونه