پېژندنه:
کامگار خان خټک (زوکړه؟ - مړینه ١٧٧٥ زېږدي کال) د پښتو ژبې يو ستر کلاسیک شاعر او ليکوال (خوشال خان خټک) کړوسی دی.
کامگار خان خټک د نامدار خان خټک زوی، د اشرف خان هجري لمسی او د خوشال بابا کړوسی دی. هغه د یوولسمې پېړۍ له نازک خیالو، نامتو او صاحب دیوان شاعرانو څخه دی.
مړینه:
د کامګار خټک د زېږېدنې په باب قطعي معلومات نشته ،خو د ده له يو بيت نه معلوميږي چې نوموړی په (۱۱۳۷سپوږميز) کال کې ژوندی و.
د يوه شعر له مخې کامګار خټک د دېوان د قلمي نسخې په پای کې بل چا ليکلي دي چې کامګار خټک په (۱۱۶۵سپوږميز) کال کې مړ دی او هغه شعر دا دی :
سن زرسل پنځه شپېتـه و
چې رحلت وکــــړ کامګار
پس له ده نه په درې کالـه
پلار د ده فوت شو نامدار
د پښتو ویکیپيډیا د معلوماتو پر اساس: کامگار خان خټک پر ١٧٧٥ زېږدي کال مړ شوی دی. (اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه).
مقبره:
د دې ستر شاعر مقبره د صوابۍ سیمې د دوبیانو په کلي کې ده.
ځانګړنه:
کامګار خټک هغه شاعر دی چې اجتماعي ستم او ظلم يې غندلی او تواضع يې چې د انسان له لويو صفاتو څخه ده ، ستايلې ده لکه په دې باب وايي:
په ازار د مظلومانو مايل مــــــه شــــــــه
له لوګي دسويو زړونو غافل مــه شـــــه
د ټوپک د توري غوڅ به څښتن روغ کا
مسلمان د اه په غشي ګايل مـــــــه شـــــه
چاپ شوي نښيرونه يې:
د کامگار خټک دیوان، د ۱۳۵۸ ل کال چاپ.