شاته غزل

ته چې ما ته نصيحت وايې واعظه

ته چې ما ته نصيحت وايې واعظه

 واړه ځان ته خديعت وايې واعظه

چې له ياره مې ته اړوې بل لور ته

 دا وما و ته غلط وايې واعظه

په عوض به يې د يار د کوڅې ور کړم

 که ښادۍ د جنت وايې واعظه

زه ملنګ د مسلې په دوهي ناست يم

 څه خبره د دولت وايې واعظه

کله کله چې صفت زما د يار کړې

 وايم شکر د نعمت وايې واعظه

چې د عشق په توره ومري باندې خوښ يم

 په هغو چې ته رحمت وايې واعظه

نن زما د راز خبرې زه پوهيږم

 ته په کلي، په مهلت وايې واعظه

ما به منع د ښه مخ له مينې نه کړې

 ورځ و شپه که نصيحت وايې واعظه

 ته چې می، ونی، ساقي ستايې صديق ته

 دا ويل په برکت وايې واعظه

د صدیق نور شعرونه