شاته غزل

د الحاد په لور دې ترپلل

د الحاد په لور دې ترپلل   

ګروه دې زموږ و کوراوه

موږ روڼلی په زیارنه   

تا په تورو توراوه

لرغون ولې ګروهېدلې   

چه دې ګوښی اړاوه

هغه ګروه دې اسو آړه کړ   

چه پلرو دې رڼاوه

لودي ستا په نامه سپک سو   

که هر څو مو درناوه

نصره نه مو یې له کهاله   

لودي نه یې په کاوه

زموږ رغا ده ستا له ګروهه   

دورځلوی په رغاوه

د شیخ رضي لودي نور شعرونه