شاته
غزل
دلته مینه نه کېږي
دلته مینه کفر دی
دلته مینه نه کېږي
دلته به زخمونو کې
درد کېږي، اوبهٔ کېږي
هر څه غریو نیولي دي
خدای خبر چې څه کېږي
هر څه ستا د مخه دي
څه چې کېږي ښه کېږي
اوس زما د عشق کیسې
ستاسو په کاله کېږي
مه راځه چې نه راځې
سوال زما نه، نه کېږي