شاته
غزل
چاپیره زلفینې دام مخ دې ګلزار شه
چاپیره زلفینې دام مخ دې ګلزار شه
ما ګلونو ته کتل زړه ګرفتار شه
کافوري ګلونه اوزوول له غیبه
تا چې ښاخ د مښک د قهر که بهار شه
ته د ناز رفتار کوې په چمن ګرځې
په ادب منګلې وا درته چنار شه
ګل کینه د همرنګۍ وکړه دلبرې
چې دې شم لره اغست په کف دې خار شه
ائینه دې روبرو همه ګلزار کړه
مخ دې ګل ثاني د ګل ترې نمودار شه
د سرو زرو خوشبويي له اصله نه وه
تر صندل بوی د اخلی چندڼ هار شه
سره لعلونه د حجاب په ملغلرو
ګوره مینه دې په سر پرې ګهربار شه
نازک وچولی دې چین وینم ملوکې
په جبین دې ګوندې وزن د خال بار شه
ستا د مخ په لمبه زه محبت وسوم
تکبر دې بولاق کړو ځکه په نار شه
زما منع ستا له لوره ده مشکله
منصور کړه یوه خبره څو په دار شه
راشه څه خو د خټک له حاله زده کړه
چې بې تا عمر یې څرنګه دشوار شه