شاته
غزل
تا ياري له ما نه پرې کړه، که پښيمان یې
تا
ياري له ما نه پرې کړه، که پښيمان یې
بيا را درومه، هغه زړه، هغه مې ځان یې
همېشه
زما د باغ زرغون طوطا وې
اوس خبر نه يم، طوطا د کوم بوستان یې
که
طامع په سرير پاس کيني ګدی دی
که آرزو و ته دې شا کړه نور سلطان یې
غم اَلم به درته نه رسي اې ياره!
که د خپلې ژبې هر کله پاسبان یې