شاته غزل

باري شکر چې له هر څه نن فراغ يو

باري شکر چې له هر څه نن فراغ يو
 مخامخ له ياره ناست په لاس اياغ يو

که مو عمر د چمن له ګلو کم دی
 د لاله غوندې سرخرو د زړه په داغ يو

خزانه د قناعت راته حاصل ده
 تر شاهانو لا په کبر په دماغ يو

تعلق لکه نسيم ورپورې نه کړو
 نندارو لره راغلي د دې باغ يو

نن زمونږ د جونګړې د يار په مخ رڼا ده
 مستغني له روښنایۍ د چراغ يو

که ظاهر مې خلق ګډ ويني له خلقه
 په باطن عبد القادره! سر په راغ يو

د عبدالقادر خان خټک نور شعرونه