شاته غزل

که په کور کې دولت ډير لري طامع

که په کور کې دولت ډېر لري طامع
 تر حساب تر شماره تېر لري طامع

خپل ډېر لږ د بل لږ ډېر ورته ښکاريږي
 زور قوت که زيات تر شېر لري طامع

بيا یې نه موند هيڅ لذت له خپله عمره
 خوږ ژوندون په ځان ګنډېر لري طامع

که ګنجونه د قارون ورته موجود شي

 ګمان مه کړه چې زړه سېر لري طامع

د عبدالقادر خان خټک نور شعرونه