شاته غزل

خو خبر نه دي وګړي له دې رازه

خو خبر نه دي وګړي له دې رازه
 ګنې بيل حقیقت نه دی له مجازه

عارفان چې له خوديه ځان خالي کا
 تسبيح اروي د شپيليه له آوازه

که په عشق کې نسب شرط د محبت وي
 د محمود مينه به نه وه له آيازه

امتياز یې ترمنيځ حسن را پيدا کا
 ګنې فرق د بدخويۍ نشي له نازه

چې یې ونغښته لمن له خار و خسه
 سروه ونه شوه په باغ کې سرفرازه

چې آغاز د چارې ښه انجام یې ښه شي
 دانا ځکه تل په بيم دی له آغازه

زه په دا وخپل میېن ته پيشکش نياز وړم
 چې کمی د هيڅ څيز نه لري بې نيازه

ستا به ساز بې سوزه هيڅ سروده نشي
 ای زما دله تمام له سوز و سازه

سيند خُونی، باد مخالف، شپه توره تمه
 ګوره چرته به شي سر زما جهازه

لوږه، تنده، رنځ و زحمت، نورې خوارۍ
 همګي واړه آسانه دي تر آزه

چې خپل يار عبد القادر ته په نيت ښه وي

 نور یې کومه انديښنه ده له غمازه

د عبدالقادر خان خټک نور شعرونه