شاته
غزل
درسته شپه ژړا فرياد سترګې بې خوب
درسته
شپه ژړا فرياد سترګې بې خوب
واړه دا کارونه ستا دي مینتوب
چې
مې نو له سترګو نه ځي زړه مې چوي
مه کړه خدای تعالی د زخمي زخم بې زَهُوب
ډک
خمونه تشوم د عشق له ميو
لا تشنه سينه مې هيڅ نه ده خړوب
و
منصور ته د دار سر بورجل د يار شه
عاشقان دې نه کا ډار د دار له چوب
چې
د عشق له اوره تښتي عاشق نه دی
د خپل ځان په ستولو شي د پتنګ سوب
ناز
پرور دې خبردار له قدره نه دي
خو هم ما لره راځه د عشق آشوب
چې
له درده ځان ساتي دوا ته زغلي
له هغو عبد القادر توبَ توبَ